رياض باختر دوږي يوولسمه :
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف منلې ده چې د تېر اګست مياشتې په نهمه نېټه د ماشومانو د سپرلۍ د بس موټر بريد يو تير وتنه وه او د خواشينۍ او خواخوږي د څرګندولو په ترڅ کې ويلي دي چې د يمن حکومت له لارې به د قربانيانو کورنيو ته غرامت ورکړي .
دغه ائتلاف دغه راز ويلي دي چې د ورته عملياتو د مديريت په لارو چارو نوې کتنه وکړي.
په هغه هوايي بريد کې چې د اګست مياشتې په نهمه نېټه په يوبس موټر د يمن په صعده ولايت کې وشو، د ٤٠ تنو ماشومانو په ګډون ٥١ تنه ووژل شول .
پوځي ائتلاف چې په يمن کې له حوثي ياغيانوسره جنګيږي، پرون د يوې وينا په صادرولو سره د دغې تېر وتنې په منلو سره ټينګار وکړ: د هغو کسانو سر غړونه به چې په دغه عملياتوکې رول لري، وڅيړل شي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل