نړۍ

د عراق دولتي ځواکونه د کرکوک مرکز ته ورسيدل

بغداد  باختر د تلې  پنځه ويشتمه :
  له کرکوک څخه په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې د عراق حکومتي ځواکونه د ښار مرکز ته ننوتي دي او د ولايت ودانۍ او نور دولتي تاسيسات يې په واک کې نيولي دي .
د عراق په شمال ختيځ کې د کرکوک ښار د کنترولولو لپاره د عراقي ځواکونو عمليات وړمه شپه پيل شول او دغه ځواکونه پرته له دې چې د کردي ځانمرګو له جدي مقاومت سره مخامخ شي، په لنډ وخت کې ښار ته ننوتل. د حشد شعبي د شيعه ځواکونو په ګډون د پوځي مليشه ډلو په ملګرتيا د عراقي ځواکونو له چټک پرمختګ سره جوخت د کرکوک په زرګونو تنه اوسيدونکي له دغه ښار څخه تښتيدلي دي. مخکې له دې د عراق د مرکزي حکومت ځواکونو هوايي ډګر  ډيره مهمه پوځي اډه او د دغه ښار  په لويديځ او شمال لويديځ کې نفتي ډګرونه تر خپل کنترول لاندې نيولي وو .
د کردستان د اقليم خبري سرچينې وايي: دولتي ځواکونه هلې ځلې کوي چې د اربيل او سلمانيه ښارونو ته کرکوک ته غځيدلې لارې وتړي .
د سيمې  طبي سرچينو د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې د نښتو په بهيرکې څه ناڅه لس تنه وژل شوي دي .
د کرکوک د کنترول د ترلاسه کولو لپاره د عراق د دولتي ځواکونو عمليات د يکشنبې په شپه پيل شول او پرون سهار د اردو د تروريزم ضد ځانګړو ځواکونو چې په امريکا کې يې زده کړې کړې دي؛ د کرکوک په شمال لويديځ کې د کى– ١  پوځي اډه ونيوله  .
مخکې له دې هم د عراق دولتي ځواکونو د ګازو د شرکت په ګډون د ښار واټونه او اصلي او بنسټيز تاسيسات تر خپل کترول لاندې ونيول .
د عراق دولت وايي چې د کرکوک عمليات يې په دغه کړکيچن ښارکې د امنيت د بيا تامينولو په موخه پيل کړي دي .
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په شپه په يوه وينا کې وويل چې امريکا د کرکوک په شاوخوا کې د تاوتريخوالي د رامنځته کيدو په باب د رپوټونو له امله ژوره انديښنه لري .
  دغه وينا د داعش په ځپلو باندې د تمرکز په اړتيا باندې ټينګار وکړ .
  ختم_  سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته