نړۍ

د عراق او افغانستان جګړې د امريکا په تاريخ کې ډيرې لګښتې جګړې

واشنګتن ډان   باختر دمرغومي دمياشتې  ١٤ :
په افغانستان او عراق کې جګړې د امريکا په تاريخ کې ډيرې لګښتې جګړې بللې شوې دي.
باخترآ ژانس د بهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ: د هغې جګړې لګښت  چې  په مستقيم او غير مستقيم ډول په دواړو هېوادونو کې د امريکا په جګړې پورې اړه لري؛  له څلورو  تريليون ډالرو څخه ترشپږو تريليون ډالرو پورې  بلل شوى دى.
د امريکا د متحده ايالاتو دکانګرس د تحقيقاتو د خدمتونو څانکې د دغو دوو جګړو لګښت 1.6 تريليونه ډالره اعلام کړل او ويې ويل چې په دې لګښت کې    اوږد مهال روغتيايي او د پوهنې لګښتونه نه شامليږي .
د امريکا د متحده ايالاتو د پخواني جمهور رييس جورج ډبليو بوش د ادارې د ملي اقتصاد د شورا رييس  په ٣٠٠٢ ميلادي کال کې دعراق د جګړې لګښت ٢٠٠ مليارده ډالره اټکل  کړى و خو يوه مياشت وروسته اوپه عراق د امريکا له يرغل مخکې د امريکا د دفاع وزير وويل چې ښايي دغه جګړه ٥٠ مليارده ډالره لګښت وغواړي .
وروستى رپوټ ښيي چې په عراق کې جګړه د 814.6 ملياردو ډالرو په لګښت سره پاى ته ورسيده او دغه لګښت په افغانستان کې 685.6 مليارده ډالره دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress