سیاستخبرونهTOP

د عدلیې وزارت سرپرست: د ځمکو غصب د مخنیوي پر وړاندې مبارزه د ټولو ګډه وجیبه ده

کابل، د غوایي ۳۱مه، باختر
د عدلیې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث عبدالحکیم شرعي مشرۍ یوه پلاوي خوست ته په سفر کې د دغه ولایت له مسوولینو سره د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د عدلیې وزارت سرپرست او د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث عبدالحکیم شرعي وویل، چې د ځمکو تصفیه، د ځمکو غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو استرداد د یاد کمیسون مهمې دندې دي، چې له تېرو دوه کالونو راهیسې پدې برخه کې ښې لاسته راوړنې لري.
شرعي زیاته کړه، چې د غصب شویو ځمکو د تثبیت او د ځمکو غصب مخنیوي په موخه ولایتي تخنیکي کمیټې تشکیل شوې او په پوره قوت د یادو کمېټو ملاتړ شوی دی.
نوموړي د ولایتي تخنیکي کمېټې له مسؤلینو وغوښتل، چې په چارو کې له پوره پوهې او دقت څخه کار واخلي او چارې چټکې کړي.
د عدلیې سرپرست وزیر د ځمکو غصب مخنیوي پر وړاندې مبارزه د ټولو ګډه وجیبه یاده کړه او له دیني عالمانو یې وغوښتل، چې د ځمکو غصب مخنیوي په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
ورته مهال د کرنې او اوبو لګولو د وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري وویل، چې دوه کاله وړاندې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د عدلیې وزیر په مشرۍ د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکې د استرداد کمیسون جوړ او په فعالیت یې پېل وکړ، چې تردې دمه یې لکونه جریبه ځمکه تثبیت او له غصبه یې خلاصه کړې ده.
عمري زیاته کړه، چې د ځمکو غصب مخنیوي په برخه کې ډېرې ستونزې او خنډونه شته، ولې د یادو ستونزو د حل پر وړاندې کمېسیون قاطع تصمیم لري.
همدارنګه د خوست والي ملا بسم الله عبدالله راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنک وویل، چې په دې ولایت کې د غصب پر وړاندې جدي مبارزه روانه ده، چې په لړ کې یې تر دې دمه۳۶ زره ۸۳ جریبه ځمکه تثبیت شوې او لا هم پدې برخه کې اجراات جریان لري.
ناسته کې پدې ولایت کې د غصب په وړاندې پر جدي مبارزې، د غصب شویو ځمکې د استرداد دوسیو ته پر وخت رسېدنې، د ځمکو غصب د قضیاوو حل او د ځمکو د غصب مخنیوي په برخه کې د ولایت ملکي او امنیتي ادارو تر منځ په ښې همغږۍ خبرې ترسره او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته