د عدلیې وزارت سرپرست د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره د خلکو او مسئولینو پر هڅو ټینګار وکړ

کابل، د مرغومي ۲۲مه، باختر
د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، د هېواد د سیاسي مسایلو له یو شمېر شنونکو او کارپوهانو سره کتلي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
د عدلیې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د دغه وزارت سرپرست، د اسلامي نظام د پیاوړتیا په موخه د خلکو او مسئولینو پر هڅو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د سیاسي مسایلو د شنونکو او کارپوهانو رول مهم وباله.
د هېواد سیاسي شنونکو هم په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت کړنې ستایلې او ژمنه یې کړې چې له اسلامي نظام سره به همکار واوسي.
هغوی دغه راز د ځمکو له غصب څخه مخنیوی اړین بللی او په دې لاره کې یې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د فعالیتونو قدرداني کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته