د عدلي او قضايي خدمتونو د وړاندې کولو په پروژې د څارنې کميټې غونډه وکړه
کابل باختر دوږي دمياشتې ٨ :
د عدلي او قضايي خدمتونو د وړاندې کولو په پروژې د څارنې کميټې نن له غرمې وروسته دسترې محکمې درئيس قانونپوه سيديوسف حليم په مشرۍ غونډه وکړه.
د سترې محکمې د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د عدليې وزير ډاکترعبدالبصير انور، د لوى څارنوالۍ سرپرست نورحبيب جلال، د عدلي او قضايي بنسټونو د ادارو ځينو رييسانو او په دغو اداروکې د نړيوال بانک يوشميرکورنيوکارکوونکو برخه لرله؛ لومړى دعدلي او قضايي خدمتونو د وړاندې کولو د پروژې د پرمختګونو او چلنجونو رپوټ وړاندې شو او وروسته دغونډې غړو د عدلې او قضايي ارګانونو ترمنځ د ګډو پروژو په باب خبرې وکړې، د پروژې د نيمايي څيړنې په عمليه کې ځنډ چې د فرصتونو او د نيمګړتياوو پيژندنه او د پروژې د اجرايي جوړښت او درهبرۍ اصلاح پکې شامله ده او هدفونه يې له نويو اړتياوو سره سم تنظيموي؛ يو مهم چلنج وباله او د لومړيتوبونو د څيړنې او د دغه بهير د لا زيات ګړندي کولو په لاره کې د پروژې د نيمايي څيړنې په کميټه کې د دغو بنسټونو د واکمنو استازو د معرفي کولو په باب تصميم ونيول شو.
د غونډې د کار په دوام د عدليې وزير او د لوى څارنوالۍ سرپرست په خپل لومړيتوب کې د ځينو شاملو پروګرامونو د شموليت په باب خبرې وکړې او په ټوليزه توګه د پروژې دفعاليت دبهير په ګړندي کولو او دعدلي اوقضايي ارګانونو له عيني اړتياوو او ضرورت سره سم د نړيوال بانک له مرستو څخه د استفادې په څرنګوالي باندې ټينګار وشو.
ديوبل خبرله مخې:
د سترې محکمې رئيس قانونپوه سيديوسف حليم نن له غرمې مخکې دخپل کار په دفترکې دملګرو ملتو د سازمان له ځانګړي استازي او په کابل کې دنشه يي توکو د جرمونو د سيمه ييزې برخې له رئيس ښاغلي اندري ادننسيان او له ملګري هيئت سره يې وکتل.
په دې کتنه کې لومړى د ملګرو ملتو د سازمان ځانګړي استازي د سترې محکمې د رئيس په توګه د قانونپوه سيديوسف حليم د ټاکل کيدوپه خاطر د خپلې مبارکۍ مراتب څرګندکړل او وروسته د قندهار، بلخ او هرات په ولايتونوکې دځانګړو محکمو د ودانيو د جوړولو، روزنيزو پروګرامونو، د جزايي قوانينو د اصلاح د کميسيون په دارالانشا کې د فعاليت او له اداري فساد او سازمان موندلو جرمونو سره په مبارزه کې له عدلي او قضايي بنسټونوسره د همکاريو په برخوکې له قضايه قوې سره د (يو. ان. او. ډي. سي) ددفتر دهمکاريو په باب معلومات وړاندې کړل او هيله يې وکړه چې په ټولو ساحو په تېره بيا د روزنيزو پروګرامونو د جوړولو او په دغو پروګرامونوکې په بيلابيلو کچو د قاضيانو د ګډون دآسانتيا په لاره کې همکارۍ زياتوالى ومومي.
وروسته د سترې محکمې رئيس ددغه دفتر د پخوانيوهمکاريو له امله دکور وداني په ويلو سره هيله وکړه چې په متقابله همغږۍ کې د هېواد د مرکز او ولايتونو په کچه د ظرفيت د لوړولو د پروګرامونوجوړول دوام ومومي او هم په ولسواليوکې د محکمو د ودانيو په جوړولو او دغه راز په قاضيانو د ويش په لاره کې د قوانينو د سيټونو په برابرولو او تدارک کې همکاري وشي.
د ملګرو ملتو دسازمان ځانګړي استازي او د نشه يي توکو دجرمونو دسيمه ييزې برخې رئيس د قضائيه قوې د اړتيا په پام کې نيولو سره د ملګرو ملتو د سازمان په ګډون د نړيوالې ټولنې د مرستو ژمنه وکړه چې د قاضيانو د روزنيزو پروګرامونوپه جوړولوکې زياته همکاري کوي او دقضائيه قوې نور وړانديزونه بودجوي امکاناتو او فرصتونو ته په پاملرنې سره په لازمه توګه مطالعه کوي.