د عدلي او قضايي بنسټونو غونډه د جمهور رئيس دمرستيال قانونپوه سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه

کابل  باختر د وږي د مياشتې ٢ :
د جمهور رئيس دمرستيال قانونپوه سرور دانش په مشرۍ د اړوندو ادارو د استازو
په  ګډون نن  له غرمې مخکې د مهمو عدلي او قضايي مسئلو په اړوند يوه غونډه جوړه شوه او د خبرو وړ موضوعګانو په باب لازم تصميمونه ونيول شول .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر  ورکړ:
لومړى د بهرنيو هېوادونو د ځينوهغو اتباعو د برخليک د څرنګوالي موضوع  چې  د محکوميت دوره يې په افغانستان کې پاى ته  رسيدلې ده او يا د بشپړيدو په حال کې ده؛ وڅيړل شوه.
د غونډې غړو په دې برخه کې خپلې نظريې طرحه کړې او پريکړه وشوه چې دملي امنيت او لوى څارنوالۍ په ګډون بنسټونه دې د قانون او د نړيوالو کنوانسيونونو په چوکاټ کې په دې برخه کې عملي اقدامات ترلاس لاندې ونيول شي .
د غونډې په بله برخه کې دکورني او بهرني امنيت پرخلاف جرمونو په تورنو بنديانو پورې د اړوندو ستونزو په باب غوراو خبرې وشوې او د غونډې غړو قانوني ضوابطو  او په هېوادکې اوسنيو شرايطو ته په پاملرنې سره په دې برخه کې  لازمې پريکړې وکړې.
دغه راز په دې غونډه کې د جزايي اجرااتو د قانون د لومړۍ ګڼې  ضميمې د طرحې په باب هم خبرې وشوې  .
د جمهور رئيس مرستيال  وويل: هغو سترو اړتياوو ته په پاملرنې سره چې شته؛  لازمه ده چې د دغې ضميمې طرحه دې په دقت سره وڅيړل شي او د تائيد وړ وګرځي.
د جمهور رئيس د مرستيال د څرګندونوله مخې: د ضميمې ددغې طرحې بشپړيدل
کولاى شي د جزايي اجرااتو په برخو په تېره بيا د امنيتي مجرمينو په برخه کې  د عدلي او قضايي بنسټونو زياتره ستونزې حل کړي.
د غونډې غړو ددغې طرحې په باب خپلې نظريې وړاندې کړې او په پاې کې پريکړه وشوه چې د عدليې وزارت په مشرۍ د اړوندو ادارو د واکمنو استازو په ګډون  کميسيون دې د ضميمې د دغې طرحې متن په دقت سره بيا وڅيړي او په ډيرلنډ ممکن وخت کې دې د قوانينو د کميټې اجندا ته وړاندې کــــړي چې د کابينې له تصويب  او  تائيد وروسته د تقنيني فرمان په واسطه توشيح شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته