سیاست

د عدليې وزيرڅارنپوه حبيب الله غالب وفات شو

کابل باختر دوري  لومړي نيټه :
د عدليې وزير او د سترې محکمې غړيتوب ته د جمهوري رياست نوماندڅارنپوه حبيب الله غالب په حق ورسيد.
د باخترآژانس دخبر له مخې: څارنپوه حبيب الله غالب تېره شپه مغزي سکته وکړه او د درملنې لپاره د بګرام روغتون ته وليږدول شو، خو له هلوځلو سره سره په حق ورسيد.
ارواښادحبيب الله غالب دمولوي محمدعمرکوهستاني غالي زوى د ١٣١٨کال د ثور د مياشتې په ١٧نيټه دکاپيسا ولايت دکوهستان ولسوالۍ د قاضي خيلو په کلي کې وزيږيد. ارواښاد په ١٣٣٧ کال کې د ابو حنيفه له مدرسې څخه فارغ او په١٣٤١ کال کې دکابل دشرعياتو له پوهنځي څخه يې دليسانس سند ترلاسه کړ او په هماغه  کال کې په عدليې وزارت کې په دنده وګومارل شو. 
دى په  ١٣٤٥ کال کې د لوړو زده کړو د دوام په مقصدمصر ته لاړ او د ماسترى سند يې د قاهرې د الازهر پوهنتون د فقې او قانون له پوهنځي څخه د فقهه او قانون د مقايسې په څانګه کې ترلاسه کړ.
ارواښاد غالب له ١٣٥٧ کال دجدي په مياشت کې د وخت دکمونستي رژيم له خوا ونيول شو او بندي شو او له آزادۍ وروسته پاکستان ته مهاجرت ته اړ شو او تر ١٣٧٣کال پورې په دغه هيوادکې استوګن و. په  ١٣٧٣کال کې هيواد ته له راستنيدو  وروسته د لوى څارنوال د مرستيال په توګه وټکل شو او د موقتې او لنډ مهالې ادارې او په انتخابي حکومت کې د عدلي او قضايي اصلاحاتو د خپلواک کمسيون د غړى، د قوانينو د اصلاحاتو دکميټې د رييس او د جمهوري رياست د حقوقي او عدلي مشورتي بورد د غړى په توګه دنده ترسره کړه.
ارواښادغالب دعدليې وزارت په پست کې له ټاکنې وروسته د جمهوري رياست د حقوقي او عدلي مشورتي بورد د رييس په توګه کار وکړ.
ده د سعودي عربستان، سوډان، فرانسې، ايټاليا، آلمان، امريکا او د کاناډا هيوادونوته رسمي سفرونه وکړل او په دې وروستيوکې د جمهوري رياست له خوا د سترې محکمې د غړيتوب د نوماند په توګه  معرفي شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته