کابل – باختر د لړم دمياشتې ١١
د ترکيې صدراعظم او د عدالت او پراختيا ګوند رييس احمد داوود اوغلو اعلام وکړ چې ګوند يې په پرونيو پارلماني انتخاباتوکې بريالى شوى دى .
دنږدې ټولو رايو په شمېر سره دغه ګوند د پارلمان د ٥٥٠ څوکيو له جملې څخه د ٣١٦ څوکيو په ترلاسه کولو سره کولاى شي په يواځې توګه حکومت جوړکړي.
داوود اوغلو د انتخاباتو نتيجې د ترکيې د خلکو او ديموکراسى لپاره برياليتوب بللى دى .
د ترکيې جمهور رييس رجب طيب اردوغان هم وويل: رايې ورکوونکو وښودله چې عمل او پراختيا له جنجال څخه غوره بولي، د خلکو دموکراتيک ګوندچې دکردانو له خوا يې ملاتړ کيږي؛ پارلمان ته د لارې موندلو لپاره په سلوکې شل لازمې رايې ترلاسه کړې دي.
له رايې ورکولو څخه مخکې په نظرسنجونوکې ويلي شوي و چې عدالت او پراختيا په سلوکې له ٤٠ څخه تر ٤٣ پورې د رايو په ترلاسه کولو سره د جون دمياشتې د انتخاباتو په شان رايې ترلاسه کړي، خو د رايو د شميرنې له مخې دغه ګوند په پرونيو انتخاباتوکې په سلوکې ٤٩ اعشاريه ٤ رايې ترلاسه کړې دي چې د ٢٧٦ څوکيو د ترلاسه کولو لپاره له لازمو رايو څخه ډيرې زياتې دي چې د حکومت د جوړولو لپاره لازمې دي.
په همدې حال کې دغه ګوند د اساسي قانون د بدلون او د جمهور رييس د واکونو د زياتوالي په باب د ټولپوښتنې د ترسره کولو لپاره لازمې څوکۍ چې اردوغان يې غوښتنه کوله؛ نه لري.
د عدالت او پراختيا ګوند په هغو انتخاباتوکې چې پنځه مياشتې مخکې ترسره شول؛ ونه کړاى شول اکثريت څوکۍ ترلاسه کړي.