ورزش

د عبدالله عادل ټيم د کونړ د کرکټ د سياليو اتل شو

٣٥- کابل /دمرغومې ٦مه /باختر
دعبدالله عادل د کرکټ ټيم د سيد حکيم پرټيم په برياليتوب سره د کونړ د کرکټ د سياليو اتل شو.
د دغو١٠ آوره سياليو پايلوبه د اسعد اباد په لوبغالي کې ترسره شوه .
د عبدالله عادل د کرکټ د ټيم لوبغاړو په دې لوبه کې د يو ښکلې لوبې په وړاندې کولو سره بريالي شول او د اتلوالى کپ يې وګاټه .
د کونړ د کرکټ بورد مسوول قيام خيام باختراژانس ته وويل چې دغه سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د ورزش د ودې او د دغې ورزشي څانګې د غوره څېرو د ټاکنې په خاطر ترسره شوې وې .
هغه وويل کونړ زيات استعدادونه لري او کېداي شي له هغوڅخه په ملي او ولايتي ټيمونوکې استفاده وشي .
د کونړ د والي مرستيالې برېښنا شيرزاد د دغو سياليو په پاى کې د دغوسياليو د جوړونکو او د هغه له مالي ملاتړ کوونکو څخه مننه وکړه .
په دې سياليو کې ١٨ ټيمونوګډون کړي و .
د افغانستان د ملي ټيم او د تنکيو ځوانانو د ټيم يو شمېر مطرح لوبغاړو هم په دې سياليو کې ګډون کړي و .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته