د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه لسګونه منسوبین فارغ شول 

کابل، د لړم ۲۵مه، باختر

د ملي دفاع وزارت د عبداللّٰه بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ييزو ګډو زده کړو له قومندانۍ څخه د لسګونه منسوبينو د فارغېدو خبر ورکړی دی.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند د عبدالله بن مسعودرض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د بېلابېلو څانګو له عملي او نظري زده کړو څخه د مرکزي قطعاتو او سیمه ييزو قول اردوګانو ۱۵۶ تنه منسؤبین او بریدملان د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د دغه قومندانۍ قومندان مولوي نصیب الله مدني فارغ شويو منسوبينو ته په خطاب کې ويلي چې خپل ځانونه له تعصب او نفاق څخه وساتي او تر لاسه کړي مهارتونه په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو مجاهدینو ته هم ور زده کړي.

د يادونې وړ ده چې تازه فارغ شويو منسوبينو هم په هر ډول شرايطو کې په ښه ډول د ورسپارل شویو مسوولیتونو ډ ترسره کولو ډاډ ورکړی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته