کابل، د وږي ۲۵مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ييزو ګډو زده کړو له قومندانۍ څخه د لسګونه منسوبينو د فراغت خبر ورکړی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د مرکزي قطعاتو او بېلابېلو قول اردوګانو ۱۵۶ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د جګړه ييزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د بېلابېلو څانګو له نظري او عملي زده کړو وروسته نن د یو لړمراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې اړوندو مسوولينو په دغو مراسمو کې فارغانو ته د خبرو پرمهال هغوی وهڅول چې د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړي او په خپلو قطعاتو او جزتامونو کې نور مجاهدین هم د مسلکي زده کړو ترلاسه کولو ته وهڅوي.
سرچينې زياته کړې، چې یادو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتوالی ښودلی او ژمنه یې کړې، چې ورسپارل کېدونکې مسووليتونه به په ښه ډول ادا کوي.
14 1 دقیقه لوستل