خبرونهامنیت

د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه لسګونه بریدملان فارغ شول

کابل، د وږي ۱۶مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د حضرت عبدالله بند مسعود رضي الله عنه د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه د لسګونه بريدملانو د فارغېدو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قول اردوګانو او قطعاتو څخه ۱۰۳ تنه بریدملان د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د ټيټ رتبه بریدملانو ښوونځي د ډلګي مشرانو او بلوک مشرانو له مسلکي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندان مولوي نصیب الله مدني یادو فارغانو ته له اِعداد څخه د فراغت مبارکۍ ویلو تر څنګ اړینې لارښوونې وکړې او زیاته يې کړه، چې د اسلامي اردو په لیکو کې په زړورتیا، مېړانه او پاک نیت سره خپل مسؤلیتونه سرته ورسوي.
په ورته وخت کې نویو فارغو شوو بريدملانو له اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې په پار بشپړ چمتووالی وښود او ډاډ يې ورکړ، چې په هر ډول شرايطو کې د خپلو مسوليتونو تر سره کولو ته چمتو دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته