د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قومندانۍ څخه ۱۳۷ سرتېري فارغ شول
کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر
د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قومندانۍ له پنځه میاشتنیو بېلابېلو څانګو د مسلکي زده کړو څخه ۱۳۷ سرتېري فارغ شول.
د ملي دفاع وزارت ویلي چې د دغو سرتېرو په فراغت غونډه کې مسوولینو نويو فارغانو ته په خطاب کې وویل، چې د شخصي ګټو او غوښتنو پر وړاندې باید شریعت او د اسلامي نظام اصولو ته لومړیتوب ورکړي.
ورته مهال نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی وښود.
د مراسم په پای کې فارغانو ته د مسوولینو له لوري د بری لیکونو ورکړل شول.