د عبدالرشيد دوستم پيغام

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٦
د ترکيې جمهوريت د جوړيدو د يو نوي يمې کاليزې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سرپرست الحاج ستر جنرال عبدالرشيد دوستم پيغام
د ترکيې جمهور رييس جلالتماب محترم رجب طيب اردوغان!
السلام عليکم و رحمت الله برکاته.
خوښ يم چې د ترکيې جمهوريت د جوړيدو د يو نوي يمې کاليزې په مناسبت د خپلو ډيرو تودو اوصميمانه مبارکيو مراتب تاسو او د ترکيې ستر ملت ته وړاندې کوم.
له نن ورځې څخه ٩١ کاله مخکې د (١٩٢٣) ميلادي کال د اکټوبر په ٢٩ مه د ترکيې د ملي او هيوادپال شخصيت (مصطفى کمال اتاترک) په مشرۍ د دغه هيواد رښتينو بچيانو د ترکيې جمهوريت د مترقي او مخکښ نظام بنسټ کيښود.
له هغه وروسته د ترکيې جمهوريت د ترقۍ او مدرنيزه کيدو په لويه لاره کې ګام کيښود او د دغه دوست او ورور هيواد خلک په چټکۍ سره د ترقۍ، پراختيا او د عامه سوکالۍ په تګلوري کې پرمخ لاړل او ترکيې د نړۍ د هيوادونو ترمنځ د يوه مدرن هيواد په توګه ډير لوړ مقام ترلاسه کړ.
د افغانستان خلک نږدې يوه پيړۍ کيږي چې د ترکيې له خلکو سره ډيرې نږدې او دوستانه اړيکې لري او په دغو ټولو کلونوکې د ترکيې جمهوريت زموږ له ګران هيواد افغانستان سره د تجارتي، فرهنګي او نظامي برخو په ګډون د ژوندانه په ټولوکچوکې يې بې غرضه مرستې کړې دي او دغه بهير تر نن ورځې پورې دوام لري.
د تاريخ د څرګندونو له مخې: د ترکيې جمهوريت په زياترو برخوکې په تېره بيا د افغانستان د اردو د افسرانو د ښوونې او روزنې او د فرهنګ په برخه کې د نړۍ له نورو هيوادونو څخه مخکښ دى .
د ترکيې جمهوريت په تيرو ديارلسو کلونوکې له افغانستان سره يو له مهمو مرستندويو هيوادونو څخه دى او زموږ د هيواد ځوانان نن زموږ په يو شمېر ښارونوکې په هغو ښوونځيوکې چې د ترکيې جمهوريت له خوا جوړ شوي دي؛ زده کړه کوي او په کابل او د افغانستان په نورو ښارونوکې زياتره پرمختيايي پروژې د ترکيې جمهوريت په مرسته تمويلې او پرمخ بيولې کيږي.
هيله لرم چې د ترکيې جمهوريت او ګران خلک يې ستاسو په مشرۍ دغه راز په ټولو برخوکې په زياتو پرمختګونو او ترقۍ بريالي شي او د دواړو دوستو او ورونو هيوادونو، ترکيې جمهوريت او د افغانستان د اسلامي جمهوريت ترمنځ دوستانه اړيکې او همکارۍ دوام ومومي.
باورلرم چې د ترکيې جمهوريت هلې ځلې کولاى شي په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت په لاره کې هم فوق العاده اغيزمنې وي.
له فرصت څخه په استفادې سره خپل زيات احترامات نوي کوم او د لوى خداى (ج) له دربار څخه عالي جناب ته د روغتيا او د زياتو برياليتوبونو هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته