سیاستخبرونهTOPروغتیا

د عامې روغتیا وزارت: په تېر یوه کال کې شاوخوا ۸۸ میلیونه هېوادوالو ته د سراپا خدمتونه وړاندې شوي دي

کابل، د زمري ۲۷مه، باختر

د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو تشرېح پروګرام په دوام، د عامې روغتیا وزارت مسئولینو نن د دغه وزارت د تېر یوه کال مهم فعالیتونه، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه؛ د عامې روغتیا وزارت، د روغتیا د پلان او انکشاف معین ډاکټر محمد حسن غیاثي په تېر یوه کال کې د دغه وزارت مهم فعالیتونو بیان کړل او ویې ویل چې د عامې روغتیا وزارت د ساري او غیر ساري ناروغیو د خپرېدو د مخینوي، د روغتیايي مرکزونو له لارې خلکو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو، د روغتیايي کارکوونکو د وړتیا لوړولو، په منظم ډول د روغتیايي وضعیت ارزولو او د وژونکو او وبايي ناروغیو د مهارولو، د عادلانه روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د سرچینو د پېژندلو او په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو په موخه حکومتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو ته د اعتبار ورکولو په برخه کې خپل فعالیتونو په خپل وخت او ښه کیفیت ترسره کړي دي.

ډاکټر غیاثي زیاته کړه چې په یاده موده کې د هېواد په کچه روغتیايي ځالو او مرکزونو ته ۸۱ امبولاسونه او وسایط او دغه راز درې زره ۴۸۹ روغتیايي کارکوونکو او د ستوماتولوژۍ اړوند ۲۱۰ ډاکټرانو ته د فعالیت جوازونه چاپ او وېشل شوي دي.

د هغه په وینا، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په خاطر، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې اته، نوي مرکزونه جوړ شوي چې په کابل او کندهار کې ۱۰۰ بستره او هرات، زابل، غزنی، کندز، فاریاب او نورستان کې ۲۰ بستره لري.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخېل، د دغه وزارت مهمې لاسته راوړنې شریکې کړې او ویې ویل چې په تېر یوه کال کې ۸۷ میلیونه ۹۸۷ زره ۱۰۴ هېوادوالو ته د سراپا (او.پي.ډي)، څلور زره ۷۱۱ تنو ته د «آی.سي.یو»، یو میلیونه ۹۸۶ زره ۶۵۰ تنو ته د داخل بستر او ۶۵ زره ۳۰۰ تنو ته د هیمودیالیز په برخه کې  خدمتونه وړاندې شوي او همدا رنګه ۲۵۵ زره ۳۰۰ لوی جراحي عملیات او ۳۸۹ زره ۵۸۳ کوچني عملیات ترسره شوي دي.

امرخېل زیاته کړه چې د هېواد په کچه په نشه یي توکو د ۲۳ زره ۶۹۲ روږدو کسانو درملنه شوې چې نارینه، ښځې او ماشومان پکې شامل دي.

د امرخېل په وینا،  په تېر یوه کال کې د واکسین د تطبیق کچه له ۶۵ سلنې څخه ۸۰ سلنې ته لوړه شوې او په ټولیز ډول ۸ میلیونه ۵۹۹ زره۷۵۰ مېندو او ماشومانو ته د ۱۲ ملي او فرعي کمپاینونو په بهیر کې واکسین تطبیق شوی دی.

د ډاکټر شرافت زمان د معلوماتو له مخې؛ عامې روغتیا وزارت په ۱۴۰۲ مالي کال کې ۲۸۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې له دې جملې ۱۸۴ میلیونه یې خالص عواید دي.

د عامې روغتیا وزارت د مسئولینو د څرګندونو له مخې؛ په تېر يوه کال کې څه باندې ۲۵ زره قلمه درملو او روغتیایي محصولاتو د واردېدو اجازه ترلاسه کړې او له کورنیو تولیداتو څخه څه باندې دوه زره قلمه درمل بازار ته وړاندې شوي دي. 

دغه راز د درملو د تولید ۱۵ فابریکو، د ‏درملو د تورید ۱۵۱ شرکتونو او ۱۷۹ عمده پلورنځیو او همدا رنګه دوه زره ۴۶۸ فارمسسټانو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.

د هغو د معلوماتو له مخې؛ په تېره یوه کال کې له درملیزو او خوارکي بنسټونو (تاسیساتو) څخه د پلټنې پر مهال، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې ۱۶۱۰ ټنه غیرقانوني، تاریخ تېر او غیر معیاري درمل، روغتیايي محصولات او خوراکي توکي راټول او له منځه وړل شوي دي.

هېره دې نه وي چې د ولسوالیو په کچه د روغتیایي مرکزونو رامنځته کول، په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت لوړول، د بېړینو پېښو پر مهال د خدمتونو وړاندې کولو په موخه په لویو لارو د «ټروما سنټرونو جوړول، د جمهوریت روغتون سمبالول، د ساري ناروغیو کنټرول، د ماشومانو د فلج ناروغۍ له منځه وړل، د ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په لار اچول او د غوره او باکیفیته درملو وړاندې کولو او تولید لپاره د کورنیو تولیداتو ملاتړ؛ په روان کال کې د روغتیا وزارت مهم پلانونه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته