سیاستخبرونهTOP

د عامې روغتیا وزارت لپاره نوی سرپرست، د کورنیو چارو وزارت لپاره نوی معین او د سمنګان او فاریاب لپاره نوي والیان وټاکل شول

کابل، د غبرګولي ۸مه، باختر

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د عامي روغتیا وزارت لپاره د نوي سرپرست په ګډون د یو شمېر والیانو او کورنیو چارو وزارت لپاره د نوي معین د ټاکل کېدو خبر ورکړی دی.

مجاهد پر خپله اکس پاڼه لیکلي دي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ د کورنیو چارو وزارت مخکېنی اداري مرستیال مولوي نورجلال جلالي د عامې روغتیا وزارت د وزیر په توګه، د استخباراتو لوی ریاست مخکنی اداري مرستیال ملا رحمت الله نجیب، د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال په توګه،  د سمنګان ولایت مخکېنی والي ملا عبدالاحد فضلي د فاریاب ولایت د والي په توګه، د فاریاب ولایت مخکېنی والي ملا محمد شعیب رسالت د سمنګان ولایت د والي په توګه، د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ مخکېنی ولسوال حاجي محمد صادق انقلابي د کندهار ولایت د مرستیال والي په توګه او د کندهار ولایت مخکېنی مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د ولسوال په توګه ټاکل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته