د عامې روغتیا وزارت سرپرست چین ته ورسېد

کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي، په یوه نړیوال روغتیايي کنفرانس کې د ګډون او د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د لا غښتلتیا په موخه، چین ته تللی دی.
د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي نور جلال جلالي د دغه سفر په بهیر کې به په یاد کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ؛ له ځینو روغتیايي مرکزونو لیدنه وکړي او له روغتیايي مسئولینو سره هم وګوري.
د سفر اصلي موخه د هېواد د روغتیايي سیسټم لا معیاري کول او د اړتیاوو لپاره له نړیوالو سره هر اړخیزې همکارۍ ته د زمینې برابرول دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته