خبرونهTOPټولنهروغتیا

د عامې روغتیا وزارت سرپرست: په کونړ کې د پولیو کاذبې پېښې د مثبتوالي په اړه خپور شوی راپور ردوو او له پولیو سره هېڅ تعلق نلري

کابل، د سلواغې ۸مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، نن په کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې، د پاکستان د «ان.آی.اچ» ادارې له لوري په کونړ کې په پولیو ناروغۍ د یوې ۱۱ کلنې ماشومې د اخته کېدو په اړه خپور شوی راپور رد کړ.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست وویل چې دوه ورځې مخکې له هېواده بهر د یوې غیر مسئولې ادارې له خوا په کونړ کې د پولیو (ګوزڼ) د یوې کاذبې پېښې د مثبتوالي په اړه راپور خپور شو چې له پولیو سره هېڅ تعلق نلري.
‌ډاکټر عباد زیاته کړه: موږ د یادې پېښې په اړه د رسنیو له لارې د ناسمو معلوماتو شریکول، په کلکه ردوو؛ موږ یې په اړه هر اړخیز معلومات راټول کړي دي او هغه ماشومه چې شاوخوا ۱۱کاله عمر لري؛ په بشپړه توګه روغه او جوړه ده او هېڅ مشکل نلري؛ نه یې په پښو کې مشکل شته او نه په لاسونو کې یې، چې دا په قطعي ډول د پولیو مثبته پېښه نشي کېدلای.
هغه پر ملي او نړیوالو روغتیايي سازمانونو او بنسټونو غږ وکړ چې خپل فعالیتونه او چارې دې د افغانستان اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو په همغږۍ مخ ته وړي او خپلسرې کړنې او خبرې هېڅکله د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د عامې روغتیا وزارت د تائید او منلو نه دي.
د هغه په وینا، افغانستان اوسمهال د سیمې په ۲۲ هېوادونو کې هغه هېواد دی چې په خپله د پولیو ویروس د پېښو د ثبات او نه ثبات پرېکړه کولای شي.
ډاکټر عباد څرګنده کړه چې د عامې روغتیا وزارت په تېرو دوو کلونو کې هڅې کړې چې د هېواد په دننه کې د پولیو د تثبیت مرکزونه جوړ شي او د پولیو ثبات او نه ثبات همدلته ترسره شي.
ډاکټر عباد وویل چې اسلامي امارت هېوادوالو او نړیوالو ته ثابته کړې چې د پولیو پروګرامونه یې د هېواد ګوټ ګوټ کې په ډېره اغېزمنه توګه تطبیق کړي او څه د پاسه ۴.۵ میلیونه هغه ماشومانو ته چې په تېرو شلو کلونو کې د پولیو له واکسین څخه محروم وو؛ پر هغوی دغه واکسین تطبیق کړی او ټولې چارې پر وخت ترسره شوې دي.
هغه د خپلو خبرو په پای کې، د افغانستان د روغتیا په اړه له هېواده بهر د ځینو کسانو او بنسټونو د ناسمو معلوماتو او اټکلونو خپرول؛ غیر واقعي، له حقیقه لرې او بې بنسټه وبلل او پر هغوی یې غږ وکړ چې د غیر واقعي، بې بنسټه او له تحیققاتو پرته معلوماتو له خپرولو دې ډډه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته