د عامې روغتیا وزارت سرپرست په بيجينګ کې له یو روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه

کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي، د چين په پلازمېنې بيجينګ ښار کې له یو روغتیايي مرکز څخه لیدنه کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې مولوي نور جلال جلالي، چین ته د رسمي سفر پرمهال، د بیجینګ ښار د یو روغتیايي مرکز له بېلابېلو برخو څخه چې د سنتي او عصري طبابت مدغم شوي شکل خدمتونه یې لرل؛ لیدنه کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، چین ته د خپل سفر په بهير کې، د دغه هېواد له یو شمېر روغتیايي مسئولینو سره کتلي او دغه راز له بېلابېلو روغتیایي مرکزونو څخه يې لیدنې ترسره کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته