د عامې روغتیا وزارت سرپرست مالیزیا ته سفر وکړ

کابل، د لېندۍ ۲۵مه، باختر

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، په رسمي سفر، مالیزیا ته روان شو.

د عامې روغتیا وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ډاکټر قلندر عباد او مل پلاوی به د دغه سفر په بهیر کې، د مالیزیا له لوړ پوړو چارواکو، د نړیوالو روغتیايي ادارو او د یو شمېر هېوادونو له استازو سره لیدنې ترسره کړي.

په هېواد کې د روغتیا په برخه کې د نړیوالو همکاري، د ساري ناروغيو پر وړاندې مبارزه او د هېواد د روغتیايي خدمتونو معیاري کول؛ د دغه سفر موخې ویل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته