د عامې روغتیا وزارت سرپرست د بېل ګېټس بنسټ د نړیوالې پراختیا له رئیس او د سویلي آسیا لپاره د یونیسف ادارې له سیمه ییز رئیس وکتل

کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، د بېل ګېټس بنسټ د نړیوالې پراختیا رئیس کرېس الیاس او د سویلي آسیا لپاره د یونیسف ادارې سیمه ییز رئیس سنجی ویجیسیکیرا سره وکتل.

په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد په روغتیا برخه کې د نړیوالو ادارو له ملاتړ مننه وکړه او ويي ویل: « موږ د نړیوالو ادارو له ملاتړ څخه منندوی یو، د پولیو د له منځه وړلو لپاره یوازې واکسین نه؛ بلکې دوامداره واکسینونه، لومړني روغتیايي خدمتونه، خوارځواکۍ اړوند خدمتونه، عامه پوهاوي او نورو اساسي برخو پیاوړتیا ته اړتیا شته.»

همدارنګه د یادې کتنې پر مهال د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز تخنیکي ټیم د پولیو پروګرام د پرمختګونو، لاسته راوړنو، شته غبرګونونو او راتلونکو پلانونو په اړه ځانګړی پرېزنټېشن وړاندې کړ.

په پای کې د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو شریکانو په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ بشپړ ختمولو په اړه خپلې ژمنې تازه کړې او ویې ویل، تر هغه به خپلې هڅې کوي چې دغه بدمرغه ناروغي په بشپړه توګه له منځه لاړه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته