د عامې روغتیا وزارت سرپرست تخار ته د سفر په ترڅ کې د فرخار روغتون او (لجده) روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه
![Ps202405166](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/05/PS202405166-720x470.png)
کابل، د غوايي ۲۷مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد او مل پلاوي تخار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فرخار له روغتون او د دغه ولسوالۍ اړوند لجده فرعي روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه.
سرپرست وزیر د فرخار روغتون له ټولو څانګو او ناروغانو څخه د نږدې لیدنې سربېره روغتیايي کارکوونکو ته د ناروغانو د ښې درملنې او غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست د دغه سفر په ترڅ کې د لجده فرعي روغتیايي مرکز کې د خدمتونو د وړاندې کېدو له لړۍ څخه د لیدنې سربېره له روغتیايي کارکوونکو څخه مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د ناروغانو روغتیایي ستونزو د حل او درملنې په برخه کې له هېڅ ډول هڅو څخه درېغ ونه کړي.
له بل لوري د یاد روغتیايي مرکز کارکوونکو تخار ولایت ته د روغتیايي حالت د ارزونې په موخه د عامې روغتیا وزارت د سرپرست سفر یو اړین ګام وباله او ژمنه یې وکړه، چې د ناروغانو روغتیايي ستونزو ته د رسېدو او درملنې په برخه کې به له هېڅ ډول هڅو او کوښښونو درېغ ونه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د فرخار ولسوالۍ د روغتون او لجده فرعي روغتیايي مرکز د مسوولینو ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.