د عامې روغتیا وزارت سرپرست، په روغتونو کې د مسلکي کسانو پر ګومارنې ټینګار وکړ
کابل، د مرغومي ۱۷مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، نن د کابل د تخصصي او ثالثي روغتونونو له ټرېني متخصصینو او سرطبيبانو سره وکتل.
د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، ټریني متخصصینو د معاشونو د زیاتوالي، په روغتونو کې د مسلکي کسانو د ګومارنې او نورو موضوعاتو په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي او د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه څخه يې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د هغوی د ستونزو او وړاندیزونو په اورېدو سره، ډاډ ورکړی چې په روغتونونو کې د ټریني متخصصینو، ډاکټرانو او نورو مسلکي کارکوونکو د معاش د زیاتوالي اړوند هڅې روانې دي.
هغه دغه راز، په روغتونونو کې د مسلکي کسانو پر ګومارنې ټینګار کړی او ویلي یې دي: موږ هڅه کوو چې په روغتونونو کې د غوره او معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، پوه او مسلکي کسان پر دندو وګمارو.