خبرونهTOPروغتیا

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د دغه وزارت لومړیتوب وباله

کابل، د زمري ۱۶مه، باختر

د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي، د افغانستان لپاره د «یو.ان.اف.پي.اې» سازمان له مشر کوابینا اسانتي سره په کتنه کې؛ د هېواد د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول، د دغه وزارت لومړیتوب بللی دی.

د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې په سپینو سیمو کې د روغتیايي ځالو جوړېدو، د جوړو شویو روغتیايي ځالو د خدمتونو د پراخوالي او د مور او ماشوم لپاره د ځانګړو روغتیايي خدمتونو په اړه هم خبرې شوې دي. 

مولوي نور جلال جلالي، د یاد سازمان له لوري د جوړو شویو مرکزونو او روغتیايي ځالو په خاطر مننه کړې او په راتلونکي کې یې د نويو روغتیايي ځالو د جوړېدو پر مهال د معیاري او نویو نقشو عملي کولو غوښتنه کړې ده. 

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د هېواد د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول؛ د دغه وزارت لومړیتوب یاد کړی او ډاډ یې ورکړی چې د ټولو سپینو او لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته به روغتیايي خدمتونه ورسول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته