د عامې روغتیا وزارت د شاوخوا ۴۵۰ مسلکي خالي بستونو آزموینه پيل شوه
کابل، د لېندۍ ۲۴مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت اړوند د شاوخوا ۴۵۰ مسلکي خالي بستونو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې آزموینه په کابل کې پیل شوه.
یاده آزموینه نن د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري په ۱۲ بېلابېلو څانګو کې، په شرایطو برابر له درې زره ۵۸۵ کسانو څخه په الکترونیکي/برېښنایي ډول واخیستل شوه.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي، ویلي دي: “د هېواد اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول، د اسلامي نظام او په ځانګړې توګه د عامې روغتیا وزارت دنده ده او په همدې موخه هڅه کوو چې د دغه وزارت اړوند ټولو مسلکي خالي بستونو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې آزموینه واخیستل شي او د وړتیا، صداقت او ایماندارۍ پر بنسټ ګومارنې ترسره کړو. ”
هغه د آزموینې له ګډونوالو څخه غوښتي چې د خپلو زده کړو برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.
د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوي سیف الدین تائب هم د یادې آزموینې په برخه کې د بشپړې روڼتیا ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې په دې آزموینه کې به هېڅ ډول انساني مداخله نشي او یوازې هغه کسان به بریالي شي چې د اړوند بست وړتیا ولري.