د عامې روغتیا وزارت، د ایډز نړیواله ورځ ونمانځله
کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت نن (د لا ښې روغتیا لپاره مو خپله وینه د اچ.آی.وي لپاره معاینه کړئ) تر شعار لاندې د ډسمبر لومړۍ نېټه (د ایډز نړیواله ورځ) ونمانځله.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت په کابل کې جوړه شوې غونډې ته د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو معین مولوي محمد اسحق صاحبزاده، وویل چې په اسلامي نظام کې د ټولو مسلمانانو حقوق خوندي دي او د افغانستان اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره، په هېواد کې د ډېرو ستونزو مخنیوی شوی دی.
د صاحبزاده په وینا، ایډز او دې ته ورته ناروغۍ هغه وخت زیاتېږي چې خلک له اسلامي شریعت څخه لرې شي او کله چې انسانان پر خپلو ځانونو شریعت عملي کړي؛ نو الله (ج) له ټولو ناروغیو څخه ساتنه یې کوي.
هغه ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت په ځانګړې توګه د عامې روغتیا وزارت د دغه شان موضوعاتو مخنیوی ته متوجه دی او هڅې کوي چې خپلو هېوادوالو ته ښه او په وخت روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
د مالي او اداري چارو معین، همدا رنګه د نړیوالو روغتیايي سازمانونو او بنسټونو د مرستو او همکاریو مننه وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د روغتیا په برخه کې د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره په اساسي برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب رئیس ډاکټر شریف احمد احمدزي، وویل چې اوسمهال د هېواد په اتو ولایتونو کې د ایډز، جنسي ناروغیو او هیپاتیت د کنټرول ملي پروګرام له لارې د ناروغیو د وقایې خدمتونه وړاندې کېږي او ټاکل شوې ده دغه پروګرام ۱۴نورو ولایتونو ته پراختیا ومومي.
د هغه د معلوماتو له مخې؛ د عامې روغتیا وزارت تر اوسه په هېواد کې د ایډز له ۱۲ زرو پېښو څخه ۳۴۹۲ ثبت کړې او په ۱۲ ولایتونو کې یې څه د پاسه ۴۵ زره ټېستونه ترسره کړې دي.
د غونډې په دوام، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پرمختیايي ادارې مرستیالې مېرمن سوریو وویل: داسې اټکل شوی چې په افغانستان کې په ټولیز ډول ۱۲زره کسان په «اچ.آی.وي» اخته دي چې له دې جملې ۱۱۶۲ تنه لویان او ماشومان تر درملنې لاندې دي.
هغې زیاته کړه چې په دغو پېښو کې د نارینه و عمر له ۲۰ څخه تر ۲۹ کلونو پورې او د ښځو عمر له ۳۰ څخه تر ۳۹ کلونو پورې پېښې راپور شوې دي.
هغې ډاډ ورکړ چې «یو.ان.ډي.پي» ژمن دی د ملګرو ملتو د اړوندو ادارو او نورو شریکانو سره په ګډه د افغانانو لپاره کار وکړي، ترڅو د پالیسۍ، پروګرام او ظرفیت لوړولو هر اړخیزه تګلاره یقیني کړي.
نورو ویناوالو هم په خپلو خبرو کې، د ایډز د پراخېدو د مخنیوي په لاره کې پر عامه پوهاوي ورکولو ټینګار وکړ او پر نړیوالو روغتیايي سازمانونو او بنسټونو یې غږ وکړ چې د افغانستان له روغتیايي سکتور سره دې خپلې مرستې او همکارۍ جاري وساتي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایډز ناروغۍ له پیل راپدېخوا د نړۍ په کچه څه د پاسه ۴۰ میلیونه وکړي مړه شوي دي؛ خو په ۱۹۸۹میلادي کال کې د «اچ.آی.وي» د لومړنۍ پېښې له ثبت څخه تراوسه، په افغانستان کې ۳۷۳ ناروغانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د روغتیايي مسئولینو په وینا، په افغانستان کې اوسمهال «اچ.آی.وي» ناروغي په خپله ټیټه کچه کې ده او هغه کسان په دې ناروغي اخته دي چې په زرقي ډول نشه يي توکي کاروي.
هېره دې نه وي چې د ډسمبر لومړۍ نېټه (د ایډز نړیواله ورځ) هر کال د نړۍ په ګوت ګوت کې نمانځل کېږي او د افغانستان په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې هم، نن د یولړ مراسمو په ترڅ کې دغه ورځ ونمانځل شوه.