د عامې روغتيا وزارت مسوولين: خصوصي روغتونونه باید د اکسيجن په لګښت کې سپما وکړي
کابل / د غبرګولي١۶مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر وحيد مجروح له خصوصي روغتونونو څخه وغوښتل چې د اکسيجن په لګښت کې دې سپما وکړي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ ډاکټر وحيد مجروح دغه غوښتنه نن د خصوصي برخې له استازو سره په غونډه کې وکړه.
مجروح په دې غونډه کې ويلي دي چې د اکسيجن د توليدي شرکتونو د رپوټ پربنسټ، خصوصي روغتونونه د اکسيجن زيات مصرف لري.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کروناويروس درېمه څپه اندېښنې راټوکولې دي او د عامې روغتيا وزارت په وړانديز او د حکومت د رهبرۍ د پرېکړې له مخې، د کروناويروس د درېمې څپې د خپرېدو د مخنيوي او د دولت کارکوونکو ته د زياتو مراقبتي تدبيرونو د رعايتولو په خاطر پرېکړه شوې ده چې له عامې روغتيا وزارت پرته، د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د ټولو وزارتونو او دولتي ادارو د ملکي خدمتونو زيانمنوونکي کارکوونکي سره له ننه (د غبرګولي له ١۶ نېټې) څخه د دوو اوونيو لپاره رخصت دي.
هغه ۵۵ کلن کارکوونکي او له هغو پورته عمر لرونکي چې په مزمنو ناروغیو (شکر، قلبي او سرطان) اخته وي او امیندواره ښځینه کارکوونکې ( ۴ میاشتنې حمل او له هغې زیات)، کولای شي له کور څخه کار وکړي او همدارنګه د سالونونو تړل کېدل، د ټولنيزو او سياسي غونډو بندول او د ماسک جبري کېدل هغه نوي محدوديتونه دي چې په افغانستان کې د کروناويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره ترلاس لاندې نيول شوي دي.
ختم-ج- ا