د عامې روغتيا وزارت سرپرست له ساري او غیر ساري ناروغیو سره پر قوي مبارزې ټينګار وکړ

کابل، د مرغومي ۲۸مه، باختر
‏د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي، د روغتیا نړیوال سازمان له مرستیال ډاکټر مایک ریان او له جینوا څخه راغلي لوړرتبه پلاوي سره په کتنه کې، د روغتیايي سیسټم د پراختیا، له ساري ناروغیو سره د مبارزې، د پولیو لابراتوار د ظرفیت لوړولو او په هېواد کې د پولیو ناروغۍ د لمنځه وړلو په اړه خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې کتنه کې چې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر اډوین سینیزا سلواډر، د ختیځې مدیترانې حوزې له پولیو سره د مبارزې مسوول ډاکټر حامد جعفري او له جینوا څخه راغلي پلاوي هم حضور درلود؛ ‏د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدماتو پر پراختیا، د سپینو ساحو لپاره د خدماتو پر رسولو، له ساري ناروغیو سره پر ګډې مبارزې او په کابل کې د پولیو لابراتوار د چارو د لا ښه والي ترڅنګ، د شته پرسونل پر ظرفیت لوړولو هم هر اړخیزې خبرې شوې دي.
د عامې روغتيا وزارت سرپرست، ويلي چې په افغانستان کې روغتیايي خدمات باید داسې عیار شي چې د ولسونو اړتیاوو ته په سمه توګه ځواب ویونکي اوسي، څو د خلکو ستونزې حل او له ساري او غیر ساري ناروغیو سره مبارزه لا پیاوړې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته