خبرونهTOPروغتیا

د عامې روغتيا وزارت سرپرست د پوليو په تړاو جوړېدونکې ناسته کې د ګډون په موخه قطر ته روان شو

کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر
د عامې روغتیا وزارت قطر ته د يوه پلاوي په مشرۍ د دغه وزارت د سرپرست ډاکتر قلندر عباد د سفر خبر ورکړی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې نوموړی به
په دې سفر کې د تخنيکي مشورتي ګروپ سره په دوحه کې د څلور ورځو لپاره مجلس ولري.
د سرچينې د مالوماتو له مخې ‌په ياد مجلس کې به د روغتيا نړيوال سازمان، يونيسف، د افغانستان ملي عملياتي بېړني مرکز تخنيکي ټيم، د ساري ناروغيو د کنټرول مرکز او روټری انټرنيشنل استازي شتون ولري.
په خبرپاڼه پاڼه کې د ياد مجلس موخه په افغانستان او پاکستان کې د پوليو ناروغۍ د له منځه وړلو پر څرنګوالي او لارو چارو خبرې تر سره کول دي، چې د راتلونکي لپاره به په دوامدار ډول تخنيکي مشورتي ګروپ د پوليو محوه کولو پر څرنګوالي او حل لارو کار کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته