خبرونهTOPروغتیا

د عامې روغتيا وزارت سرپرست، له خپل پاکستاني سیال سره پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې

کابل، د مرغومي ۲۳مه، باختر

د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، پاکستان ته د خپل سفر په بهیر کې د یاد هېواد د روغتیا له وزیر ډاکټر ندیم جان سره وکتل.

د عامې روغتيا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې، د افغان ډاکټرانو چې په پاکستان کې د تخصص برنامه بشپړوي، د افغان ناروغانو د ویزو د ستونزو د حل او دغه راز د لوګر نایب امین الله خان روغتون، د محمد علي جناح روغتون او د نښتر د پښتورګو مرکز د درملو، طبي تجهیزاتو په اړه خبرې شوې دي.

په کتنه کې همدا رنګه، تخصصي پروګرامونو ته په زیاته کچه د افغان ډاکټرانو د جذب او په دواړو هېوادونو کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کی د لا زیاتې همغږۍ او د پولیو د له منځه وړلو اړوند د یوې واحدې پالیسۍ پر څرنګوالي او اړتیا خبرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته