کابل / د وري ١٦مه /باختر
د عامې روغتيا وزارت د دغه وزارت د سرپرست ډاکتر وحيدمجروح په مشرۍ اود ملي او نړيوالو ادارو د استازو په ګډون د نظارتي عالي کمېټې ١٦ غونډه جوړه کړه.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د کرونا واکسين د تطبيق د پرمختګ د ثالث لورى د څېړنې د نتيجو د روغتيا پروژو د قراردادونو د تمديد د څرنګوالي ، د اجرااتو مديريت د پياوړتيا اود روغتيا برخې د نورو مواردو په اړه خبرې اترې وشوې.
داکتر مجروح د دغې غونډې د جوړولو هرکلى وکړ او د روغتيايي اوبو د ستونزو او کارونو شريک کول يې د روغتيا په برخه کې د موجودو چلنجونو د لرې کولوپه اړوند يومهم کاروباله.
ډاکتر مجروح دغه راز د روغتيا برخې د پياوړتيا په برخه کې د نړيوالې روغتيايي شريکانو له همکارى څخه مننه وکړه او ټينګار يې وکړ چې موږ هلې خلې کووچې د ملي او نړيوالو روغتيايي شريکانو ترمنځ د همغږۍ اوهمکارۍ کچه پياوړي کړو.
داکترمجروح وويل چې د روغتيا برخې لپاره د مالي منابعو تامينول د دغه وزارت له مهمو اړتياو څخه دي .
هغه زياته کړه د روغتيا په برخه کې په راتلونکې کې د مالي منابعو د تامينولو لپاره موږ اړتيا لرو چې په روغتونونوکې د فيس د اخيستلو پروګرام تطبيق کړو.
په دې غونډه کې د ملي او نړيوالو ادارو استازو چې د ويديو کنفرانس له لارې په غونډه کې ګډون کړي و د روغتيا برخې د پروګرامونو د پياوړتيا په برخه کې خپلې نظريې او وړاندېزونه او ترسره شوي څېړنې وړاندې کړې.
ختم- ج – ا
0 1 دقیقه لوستل