خبرونهروغتیاښوونه او روزنه

د عامې روغتيا او د شهيد استاد برهان الدين رباني د پوهنتون ترمنځ تفاهم ليک لاسليک شو

٤٣- کابل/د ليندى ٣٠مه/باختر
د عامې روغتيا وزارت د پالسۍ او پلان معين ډاکتر بشير نورمل د رواني روغتيا او د رواني – ټولنيزوسلامشورو په اړه يې د شهيد استاد برهان الدين رباني د پوهنتون له مسوولينو سره په يوتفاهم ليک کې لاسليک کړ.
د باختراژانس خبريال دخبرله مخې ؛ د دغه تفاهم ليک د لاسليک کولو هدف د روان پېژندنې د تحقيقاتو، زده کړو، سيمينارونو او د هېواد د اړتيا له مخې په نويو معيارونو سره د دغه پوهنتون د محصلانو د روزنې په خاطر د دواړو لورو ژمنه ده .
د عامې روغتيا وزارت د پاليسۍ او پلان معين وويل: د دغه تفاهم ليک په لاسليک کولو سره دواړه لوري کولاى شي له يوبل سره تخنيکي همکاري وکړي چې د هېواد د روغتيايي خدمتونو په مارکيتونوکې اکاډميک محصولات په اغيزمن ډول د استفادې وړ وګرځي او له دې لارې د خلکو رواني ستونزې په ښه ډول وڅېړل شي
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته