د عامه کتابتون د رياست د داخلي چارو د تنطيم کړنلاره جوړه شوه

کابل باختر د وري د مياشتې ١٨ مه
په لومړي ځل د عامه کتابتون د رياست د داخلي چارو د تنظيم ګړنلاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او پاليسۍ د تقنيني او پاليسۍ د امريت له لوري د ټاکل شوې کمېټې په همکارۍ جوړه شوه.
ياده کړنلاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مقام له منظورۍ وروسته نن د عامه کتابتون د رياست کارمندانو ته د يوې غونډې په ترڅ کې تشريح شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او پاليسۍ ريېس عبدالمقيم افغان د باختر اژانس خبريال ته وويل چې،له ډېرو هڅو او کوښښونو څخه وروسته په دې بريالى شو څو د عامه کتابتون د داخلي چارو د تنظيم لپاره يوه بشپړه کړنلاره جوړه کړي.
هغه زياته کړه چې، تر دې مخکې عامه کتابتون ځانګړې کړنلاره نه درلوده، چې د دغې کړنلاې په مټ سره به وکولاى شي څو خپل کارونه د يادې کړنلارې په چوکات کې تنظيم کړي.
سرچينه زياتوي چې د دغې کړنلارې هدف د چارو ښه تنظيم او عامه خلکو ته په چټکۍ سره د خدماتو وړاندې کول دي.
افغان زياته کړه، هڅې يې پيل کړي دي چې د کارونو د لا ښه والي او چټکتيا لپاره په بېلابېلو برخو کې بدلونونه رامنځته کړي،څو په مټ يې وکولاى شو چې په کم وخت کې ډېرې لاسته راوړنې ولرو.
د يادونې وړ ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او پاليسۍ رياست ته د نوي ريېس عبدالمقيم افغان په راتګ سره د ياد وزارت په ډېرو برخو کې مثبت بدلونونه راغلي دي چې له هغو څخه يې يو هم د عامه کتابتون د کړنلارې جوړول دي.
پاى _ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته