فرهنګ

د عامه کتابتونونو نمايندګي په ميدان ورد ګوکې پرانيستل شوه

کابل/ د ليندۍ ٦مه/باختر
يوشمېر فرهنګي ځوانانو د عامه کتابتونونو نوې نمايندګي په ميدان وردګوکې پرانيستله.
په کتابتون کې چې د تخنيکي او مسلکي انستيتوت په ودانۍ کې دى؛ د علومو، اقتصاد، فرهنګ او ادب په برخوکې سلګونه کتابونه د ځوانانو د استفادې لپاره شته.
د ميدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس بشير محمدي باختر آژانس ته وويل چې هلې ځلې کوي د حکومت او يا د خير غوښتوونکو ځوانانو په مرسته په دغه ولايت کې د عامه کتابتونونو نمايندګۍ زياتې کړې چې د ميدان وردګو د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستلو فرهنګ بنسټيز شي . 
د فرهنګي او رضاکارو ځوانانو مشر مجيب الرحمن محمودي چې دغه کتابتون يې جوړ کړى دى؛ دغه راز د مطالعې فرهنګ د رواجولو لپاره به په دغه ولايت کې د کتابتونو په جوړولو لاس پورې کړي.
پاى ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته