فرهنګ

د عامه افکارو په رهبرۍ کې د رسنيو د رول کنفرانس جوړ شو

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ١٩
د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز نن د (عامه افکارو په رهبرۍ کې د رسنيو د رول) تر عنوان لاندې په کابل کې کنفرانس جوړ کړ.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
د دغه کنفرانس د کار د پرانستلو په مراسموکې د په سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز رييس عبدالغفور ليوال خبرې وکړې او ويې ويل: موږ بايد داسې لارې چارې بيان کړو چې رسنۍ دې د ملي هويت د ساتنې په لاره کې خپل رسالت په پام کې ونيسي او خپلې خپرونې داسې عيارې کړي چې عامه ذهنونه مغشوش نه کړي او هم زموږ ملي هويت ته زيان ونه رسوي.
ليوال څرګند کړه: دغه غونډه تحليلي ده او برخه وال يې د دغه کنفرانس هدفونو ته د رسيدو لپاره خپلې نظريې بيانوي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اداري، مالي او ګرځندوى معين زردشت شمس خبرې وکړې او ويې ويل چې دولتي او غير دولتي رسنۍ دې بايد له پخوا زيات ملي ګټې په پام کې ونيسي او بايد داسې پروګرامونه او مضمونونه خپاره نه کړي چې د نظام د کمزورتيا سبب شي.
زردشت شمس څرګنده کړه چې د ټولنې په رهبرۍ کې د رسنيو رول جوت او ستر دى چې د رسنيو او په تېره بيا د خصوصي رسنيو خاوندان او کارکوونکي بايد د ملي ګټو د ساتنې په خاطر په خپلو خپرونوکې لازمه پاملرنه په پام کې ونيسي.
د کنفرانس په دوام د علومو د اکاډمى سرپرست څيړنپوه ډاکتر ترين، د ملي راډيو ټلويزيون لوى رييس زرين انځور، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت حقوقي سلاکار نذير زوى، د محور ورځپاڼې مسوول اباسين بريال، د خبريالانو د ملي اتحاديې رييس فهيم دشتي، د علومو اکاډمى غړې څيړنپوهې فرزانې حبيبي، د علومو اکاډمى غړي څيړنوال محمد ميرزاد، د علومو اکاډمى غړې او د ښځو د څانګې مسوولې زرلشتې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ورځپاڼو رييس شمس الحق آريانفر خبرې وکړې او ويې ويل چې رسنۍ دې بايد د قانون او د هيواد د ملي ګټو له مخې خپرونې وکړي.
په دې غونډه کې د علومو اکاډمى غړى او د هيواد او انيس د ورځپاڼو سياسي څيړونکې څيړندوى عبدالهادي قريشي د يو شمېر رسنيو د منفي او عوام غولوونکو خپرونو په باب خبرې وکړې.
د غونډې په پاى کې څيړندوى حبيب الله رفيع د غونډې کار وڅيړه او ويې ويل: رسنۍ دې يواځې د سولې او آرامۍ د تامينولو په خاطر خپرونې وکړي او هغه رسنۍ چې ملي فکر کوي؛ د هيواد امنيتي ځواکونه او ملي شخصيتونه دې وستايي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته