سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله حکم؛ څوک یې د ردولو جرئت نه لري

کابل، د مرغومې ۱۶ مه، باختر

تبصره

هغه ورځ د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه پخواني ټوېټر د عالیقدر امیرالمومنین شیخ مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله یو حکم خپور کړی و، چې له مخې یې په یو شمېر اداراتو کې ګمارل شوي کسان له یوې ادارې بلې ته او له یوه ځایه بل ځای ته تبدیل شوي و.

تبدیلیانې وشوې او هر کس خپلو خپلو ځایونو ته ځانونه ورسول او دندې یې پیل کړې، خو د تبدیل شویو او نویو ګمارل شویو کسانو له ډلې یو یې هم د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله په مقابل کې رد ځواب و نه شو ویلی.

دا چې د امیر د امر او حکم په مقابل کې د درېدو جرئت چاسره نشته، دا د افغانستان او افغان ملت لپاره د راتلونکي ښه زېری ورکوي، دا د دې ښکارندویي کوي، چې افغانستان کې یو مرکزي حکومت شتون لري، دا د دې ښکارندویي کوي، چې دلته ټول چارواکي او مامورین له خپل امیر څخه اطاعت کوي، دا د دې ښکارندويي کوي، چې افغانستان کې نور د قدرت جزیرې په بشپړ ډول له منځه تللې دي.

یو وخت و، چې مشر به یې کابل کې د بلخ د واک په اړه پرېکړې کولې، خو بلخي واکمن به یې پروړاندې بغاوت کاوه، کندهار کې به یو بېل واکمن خپلسرې ګمارنې، پرېکړې او حکومت درلود، جلال اباد، هرات او ټول افغانستان کې تقریباً همدا حالت و او تش په نوم کابلي حکومت به له تعامل او د قدرت د جزیرو د واکمنانو د شرایطو له قبلولو بله هېڅ لاره نه درلوده.

خو د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته د قدرت جزیرې پای ته ورسېدې، سیمه ییز غله او تش په نوم قومندانان راحصار شول او اوس مهال ټول هېواد د یو واکمن له لوري اداره کېږي.

زه چې کله په ټول هېواد کې د عالیقدر امیرالمومنین د قیادت سیوری ګورم نو ماته د احمدخان ابدالي د امپراطورۍ لومړنۍ ورځې ذهن ته راشي، ځکه هغه مهال هم د وخت د خراسان پر ځمکه ملوک الطوایفي حکومتونه وو او هرې طایفې به ځانته حکومتي اصول، قوانین او سیاست درلود، خو د ابدالي تر واک ته رسېدو، امپراطورۍ رامنځته کولو او د افغانستان په نوم د جغرافیې تر رامنځته کېدو وروسته ملوک الطوایفي حکومتونه له منځه ولاړل او د هغه وخت ټول افغاني قومونه په یو ټغر د دښمن پر وړاندې د درېدو په هدف راټول شول، نو دا هم یو نېک پال دی، چې هر کله افغانستان کې یو قوي مرکزي حکومت رامنځته شوی نو بیا یې د ابدالي احمدخان په څېر پر نورې نړۍ حکومت کړی او راج یې پرې چلولی او هېواد کې اوسنی اسلامي امارت هم همداسې درواخلئ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته