د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه د فرمان پر اساس ۸ دولتي بنسټونه له وزارتونو سره مدغم شول
کابل، د غوايي ۲۶مه، باختر
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبېحالله مجاهد وايي له هغو ۱۹ دولتي بنسټونو څخه چې په وزارتونو کې مدغم شوي نه وو، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه د فرمان پر اساس ۸ دولتي بنسټونه، دمګړۍ له وزارتونو سره مدغم شوي دي.
مولوي مجاهد زیاته کړې، چې دغه کار د تشکیلاتي پړسوب، د زیاتو لګښتونو د مخنیوي او تر یوه صلاحیت لاندې ادارو په کارونو کې د لا ډېرې اغېزمنتیا لپاره شوی دی.
نوموړی وايي:«دغو ادارو نورو ادارو ته بدلون کړی یعنې له نورو ادارو سره ادغام شوي او دغه بهیر د تشکیلاتي پړسوب او همدارنګه د بېځایه لګښتونو د مخنیوي او همدارنګه د ادارو د ښه مدیریت لپاره عملی شوی دی.»
د هغه په وینا، د تفتیش عالي اداره د معاونیت بست د احکامو او فرمانونو د څارنې او تعقیب له ریاست سره، د افغانستان طبي عالي شورا د عمومي ریاست په بست کې د عامې روغتیا له وزارت سره، د خوړو او درملو ملي اداره د معینیت په بست کې د عامې روغتیا له وزارت سره، د اوسپنې پټلۍ اداره د معینیت په بست کې د ټولګټو له وزارت سره، د تېلو او ګازو مرکزي او ولایتي ازماېښتونونه او تشکیلات یې د سټنډرډ او نورم له ملي ادارې څخه د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو له معنیت سره، د خوراکي توکو مرکزي او ولایتي ازماېښتونونه او تشکیلات یې د سټنډرډ او نور له ملي ادارې څخه د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو له معینیت سره، د حرفه يي زدهکړو ادارې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره مدغم شوي او دغه راز د اولمپیک ملي کمېټه د بدني روزنې او ورزش له عمومي ریاست سره مدغم شوې او د اولمپیک، بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست په نوم نومول شوې ده.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه د فرمان له مخې، په وزارتونو کې د مدغم شویو ادارو کارکوونکي دې د اړتیا له مخې په هماغو بستونو کې وګومارل شي.
تر دې وړاندې د اسلامي امارت په تشکیل کې ۱۹ ادارې موجودې وې او دمګړۍ د یادو ادارو تر ادغام وروسته یوازې ۱۱ ادارې د ۲۷ وزارتونو ترڅنګ د اسلامي امارت په تشکیل کې پاتې شوي او په خپلواکه توګه فعالیتونو ته دوام ورکوي.