د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د دولتي ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل د مخنیوي په موخه ټاکل شوي پلاوي غونډه وکړه
کابل، د کب ۲۷مه، باختر
د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحديث مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله له لوري د دولتي ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل د مخنیوي په موخه د مؤظف پلاوي غونډه د ریاست الوزراء د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د دغه پلاوي د غړو په ګډون جوړه شوه.
د دې غونډې په پیل کې د دولتي ادارو یو شمېر موضوعات و ارزول شول او وروسته د ځینو ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل د حل په موخه هر اړخيز بحث او ارزونې ترسره او په اړه يې لازم تصميمونه ونیول شول.
د یادونې وړ ده چې دغه پلاوي له دې وړاندې هم د وظيفوي تداخل د مخنیوي په موخه ناستې ترسره کړې دي.