کابل، د وږي ۲۶مه، باختر
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو مخکېنی معین عبدالقاهر ادریس، د احصائیې او مالوماتو ملي ادارې د رئیس په توګه، د احصائیې او مالوماتو ملي ادارې مخکېنی رئیس ډاکټر فقیر محمد زیار، د عامې روغتیا وزارت د طبي شوری د عمومي رئیس په توګه، د هلمند ولایت د اقتصاد مخکېنی رئیس مولوي شریف الله، د فراه ولایت د امنیه قومندان په توګه، د فراه ولایت د استیناف محکمې مخکېنی رئیس مولوي محمد ګل صیاد، د کندهار زون د نظامي محکمې د رئیس په توګه، د ننګرهار د وادي کرنیز امارتي شرکت مخکېنی رئیس مولوي غلام الرحمن کاظیم، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د رئیس په توګه او د کندهار زون نظامي محکمې مخکېنی رئیس مولوي غلام رسول احساني، د فراه ولایت د استیناف محکمې د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.