د عاليقدر امیرالمومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د ملي دفاع وزارت په تشکېلاتو کې یو شمېر کسان پر دندو وګومارل شول

کابل، د مرغومې ۱۴مه، باختر
اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت په تشکېلاتو کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د حکم پر اساس د یوشمېر کسانو د تغیر او تبدیل خبر ورکړی دی.
ذبیح الله مجاهد پر خپله اکس پاڼه ليکلي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس د ملي دفاع وزارت په تشکیلاتو کي لاندې کسان پر ټاکل شوو دندو وګمارل شول:
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مخکېنی رئیس ارکان ملا عبدالرزاق؛ د همدې قول اردو د مرستیال په توګه.
د ۲۰۹ الفتح قول اردو د شپږمې سرحدي لواء مخکېنی قومندان؛ مولوي محمد منصور؛ د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د رئیس ارکان په توګه.
د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د اوپراسیون ریاست مخکېنی لومړی مرستیال ملا عبدالکریم نافذ د ۲۱۷ عمري قول اردو د مرستیال په توګه.
مولوي سید احمد احمدي؛ د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د اوپراسیون ریاست د لومړي مرستیال په توګه.
د فراه ولایت مخکېنی والي مولوي نور محمد روحاني د ۲۰۹ الفتح قول اردو د شپږمې سرحدي لواء د قومندان په توګه.
د نیمروز ولایت مخکېنی امنیه قومندان ملا سردار محمد ایوبي؛ د ۲۱۵ العزم قول اردو د درېیمې لواء د قومندان په توګه.
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مخکېنی مرستیال ملا عبدالشکور بریالی د ۲۰۹ الفتح قول اردو د لومړۍ پلې لواء د قومندان په توګه.
د ۲۱۵ العزم قول اردو د درېیمې لواء مخکېنی قومندان ملا محمد نسیم زرقاوي؛ د ۲۰۵ البدر قول اردو د دوهمې لواء د قومندان په توګه.
د ۲۰۵ البدر قول اردو د دوهمې لواء مخکېنی قومندان ملا نیک محمد ملنګ؛ د ۲۱۷ عمري قول اردو د رېیمې لواء د قومندان په توګه.
د ۲۰۵ البدر قول اردو د څلورمې پلې لواء مخکېنی قومندان مولوي عبدالجبار؛ د همدې قول اردو د درېیمې سرحدي لواء د قومندان په توګه.
د ۲۰۵ البدر قول اردو د درېیمې سرحدي لواء مخکېنی قومندان ملا نقیب الله؛ د همدې قول اردو د څلورمې پلې لواء د قومندان په توګه.
د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې د لومړۍ لواء مخکېنی سرپرست ملا امین الله زبیر؛ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د لومړۍ پلې لواء د قومندان په توګه.
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د لومړۍ پلې لواء مخکېنی قومندان ملا محمد نذیر؛ د همدې قول اردو د دوهمې لواء د قومندان په توګه.
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د دوهمې پلې لواء مخکېنی قومندان مولوي امین الله؛ د همدې قول اردو د درېیمې لواء د قومندان په توګه.
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د درېیمې لواء مخکېنی قومندان ملا مجاهد محمود؛ د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې د لومړۍ لواء د قومندان په توګه.
د ملي دفاع وزارت د پېژنتون ریاست مخکېنی فعال احتیاط مولوي علاؤالدین نصرت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د څلورمې پلې لواء د قومندان په توګه.
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د څلورمې پلې لواء مخکېنی قومندان شیرین اقا د همدې لواء د رئیس ارکان په توګه.
د ۲۰۳ منصوري قول اردو د دوهمې لواء مخکېنی قومندان مولوي روح الله وثیق د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د پنځمې لواء د قومندان په توګه.
د ۲۰۳ منصوري قول اردو د درېیمې پلې لواء مخکني قومندان مولوي محمد نادر؛ د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د لومړۍ سرحدي لواء د قومندان په توګه.
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د پنځمې لواء مخکېنی قومندان مولوي نقیب الله د ۲۰۳ منصوري قول اردو د دوهمې لواء د قومندان په توګه.
د ۲۰۳ منصوري قول اردو د څلورمې لواء مخکني قومندان مولوي محمد ګل د همدې قول اردو د رېیمې لواء د قومندان په توګه.
د ۲۱۷ عمري قول اردو د درېیمې لواء مخکېنی قومندان؛ ملا سردار ولي عمر د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د لومړۍ سرحدي لواء د قومندان په توګه.
د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د لومړۍ سرحدي لواء مخکېنی قومندان ملا معراج الدین د ۲۰۳ منصوري قول اردو د څلورمې لواء د قومندان په توګه.
د ۲۱۵ العزم قول اردو د څلورمې پلې لواء مخکېنی قومندان ملا فدا محمد اقدام د همدې قول اردو د لومړۍ لواء د قومندان په توګه.
د ۲۱۵ العزم قول اردو د دوهمې لواء مخکېنی قومندان مولوي عبدالهادي رحماني؛ د همدې قول اردو د څلورمې پلې لواء د قومندان په توګه.
د ۲۱۵ العزم قول اردو د لومړۍ پلې لواء مخکېنی قومندان ملا عبدالهادي محبوب؛ د همدې قول اردو د دوهمې پلې لواء د قومندان په توګه.
ملا محب الله حکمت؛ د ۲۰۹ الفتح قول اردو د پنځمې لواء د قومندان په توګه.
د ۲۰۹ الفتح قول اردو د پنځمې لواء مخکېنی قومندان مولوي جلال الدین؛ د همدې لواء د رئیس ارکان په توګه.