کابل، د زمري ۱۵مه، باختر
د عالیقدر امير المؤمنين شيخ القران والحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی په حکم، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري په مشرۍ او د سرحدي ولايتونو د مرستيالانو، اړوندو ولايتي رئيسانو، د سرحدي ولسوالیو ولسوالانو او په سرحدي ولسوالیو کې د دفاع وزارت استازو په ګډون، ډيورنډ کرښې ته د څېرمه او نورو سرحدي سيمو د اوسېدونکو د ستونزو د حل لپاره يوه کمېټه جوړه شوه.
دغه کمېټه به د يادو سيمو د اوسېدونکو لپاره لومړني خدمات، د ديني او عصري زده کړو، روغتيا، مخابراتو، سړکونو او د څښاک اوبو ته د لاسرسي په برخو کې لازم ګامونه واخلي او عملا به د یادو سیمو د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړي.
په حکم کې د ماليې وزارت ته سپارښتنه شوې، چې دغې کمېټې ته د اړتيا وړ بوديجې په برابرولو کې ګامونه واخلي.
په دغه اقدام سره به د افغانستان د ټولو سرحدي سیمو د خلکو مشکلاتوته تر ممکنه حده رسېدنه وشي او د هغوی اړتیاوې به پوره کړل شي.