خبرونهنړۍ

د ظلم دوام؛ غزه کې د یو برید له امله د یوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي

نړۍ، د غوايي ۱۰ مه، بهرنۍ رسنۍ

د غزې په رفح ښار کې د الجزیرې خبریال وایي، اسرایلو په یو هوایي برید کې د ابو طه په نوم د یو کس کور په نښه کړی او د کورنۍ نهه غړي یې ورته په شهادت رسولي دي.

د ابو طه یو ګاونډي د الجزیرې خبریال ته ویلي، چې یوه کوچنۍ ماشومه یې د کور له بالکون څخه ژوندۍ ژغورلې ده.

 رفح کې د اسرایلو بریدونه زیات شوي او یواځې د تېرې شپې په لړ کې ۲۰ تنه په کې شهیدان شوي دي.

ورته وخت کې فلسطیني مشر محمود عباس له امریکا څخه غوښتي، چې پر رفح ښار د اسرایلو له بریدونو څخه مخنیوی وکړي.

رفح ښار په غزه کې هغه ځای دی، چې تر یو میلیون زیات بې ځایه شوي په کې مېشت دي او باور دا دی، چې دغلته کوچني بریدونه هم کولی شي ډېره مرګ ژوبله واړوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته