امنیت

د ظریف چینایي په نامه لوټمار په کابل کې ونیول شو

کابل/ باختر/دغبرګولي ٢٨مه
ظریف چینایي چې په لوټمارۍ تورن دی، د کابل ښار د شپاړلسمې ناحیې په مربوطاتوکې ونیول شو.
د کابل د امنیې قواندانۍ ویاند فردوس فرامز د باختر آژانس خبریال ته وویل: په چینایي مشهور ظریف د کابل ښار د شپاړلسمې ناحیې د مرجان تپې اوسیدونکی چې په دولسمو او شپاړلسمو ناحیوکې د موبایلونو او پیسو په غلا، ټپي کولو او لوټمارۍ تورن دی؛ د کابل ښار د شپاړلسمې ناحیې پولیسو ونیو.
پای/سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته