فرهنګ

د طلا تپې کاشف مړ شو

کابل باختر دمرغومي اتمه :
د باختر د خزانې کاشف ويکتور ايوانويچ مړ شو .
دباخترآژنس د خبر له مخې: ايوانويچ له يو شمېر افغاني لرغون پوهانو او کيندونکو سره نږدې پنځه ديرش کاله مخکې د شبرغان ښار په پنځه کيلومترى واټن کې د طلا تپې په نامه سيمه کې په کيندنو لاس پورې کړ چې له هغه رازڅخه پرده پورته کړي چې دوه زره کاله دځمکې په تل کې ښخ و.
ده په دغه ځاى کې اووه قبرونه کشف کړل. په دغو قبرونوکې مړي په زرګونو ټوټو سپينو زرو سره ښکلي کړى شوي و او دا د افغانستان او د سيمې د لرغون پوهنې په تاريخ کې خارق العاده کشف و .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين د ايوانويچ د مړينې له امله د ډاډګيرنې مراتب څرګندوي او د لوى خداى (ج ) له دربارڅخه پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوي.
ده وويل: ايوانويچ مړ شو. خو د افغانستان او د سيمې تاريخ دهغه په خارق العاده کشفياتو وياړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته