د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مرستيال: په سرپل کې د پروژو له تطبیق څخه څارنه کېږي

کابل/ د وري١٠ مه / باختر

په هغه غونډه کې چې د سيمه ييزو چاروا کو په ګډون په سرپل کې جوړه شوه، له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت مرستیال وویل، چې نادولتي موسسې به د غير دولتي موسسو د قانون له مخې خپل فعالیت ته دوام ورکړي او اړوندې سکتوري ادارې به هم  په ټولو برخو کې د موسسو  د پروژو له تطبیق څخه څارنه وکړي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې معین زیاته کړه، د نادولتي موسسو فعالیتونه باید له اړوندو سکتوري ادارو سره په پوره همغږۍ ترسره شي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان اسلامي امارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ديادو موسسو د کارونو قدرداني کوي؛ خو خوراکي او غیر خوراکي توکي باید له هر ډول تبعیض پرته په مستحقو کسانو وویشل شي.

هغه وويل، چې د هېواد په کچه امنيت تامين شوى او د ولايت په هرګوټ کې موسسې کولاى شي خپل فعاليتونه پراخ او د سرپل ټولې سيمې تر پوښښ لاندې راولي.

په دې کتنه کې د موسسو رييسانو او مسوولانو د خپلو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د غیر دولتي موسسو د قانون له مخې او له اړوندو سکتورونو سره به په همغږۍ کار وکړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته