امنیت

د طاهر يولداش د ډلې يو قوماند له دريو تنو افرادو سره يې په فارياب کې ووژل شو

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٣
د ازبکستان د دولت د وسله والې مخالفې ډلې طاهر يولداش يو قوماندان له څلورو تنو نورو وسله والوکسانو سره نن د افغانستان په فارياب ولايت کې ووژل شو.
دفارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول سيدمسعود د يعقوبي د باختر آژانس خبريال ته وويل:قاري زمان نن د اندخوى ولسوالۍ د قوش مصطفى ګل په سيمه کې د امنيتي ځواکونو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې له دريو تنو افرادو سره يې ووژل شو .
له دوى څخه درې کلاشينکوفونه او دوه موټر سايکلونه هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
د اندخوى ولسوال سلطان سنجر وايي چې قاري زمان د طاهر يولداش د ډلې د قوماندان حافظ نورالله يو سرګروپ و چې د شپې له خوا د دغې ولسوالۍ کليوالي سيموته په تلو سره يې خلک ځورول.
ديوبل خبرله مخې: د فارياب ولايت د آلمار ولسوالۍ په مربوطاتوکې د امنيتي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په بهيرکې دوه تنه طالبان ووژل شول.
جګړه نن سهار د فارياب ولايت د آلمار ولسوالۍ د قزل کوتل په ساحه کې ونښته چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته