کابل/ د ليندۍ ١٦ مه/ باختر
د پوليسو د ځانګړو قطعو ځواکونو د کابل ښار د اتمې ناحیې په مربوطاتوکې دطالبانو یو کليدي غړی ونيو.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نصرت رحیمي د باختر آژانس خبریال ته وویل: د ځانګړو قطعو پولیسو تېره شپه د کابل په ٢٠٠ فاميلیو کې د وسله والو طالبانو یو کليدي غړی له یو ملګري سره یې ونیو.
د هغه د څرګندونو له مخې: هغوی د یو تروريستي بريد د تر سره کولو لپاره راغلي وو.
پای/ شکریه