د طالبانو یو پخوانی جګپوړی چارواکی: داسې یو کس چې د ګڼ شمېر مسلمانانو د وژنې سبب ګرځیدلی وي، ځان ته امیرالمومنین ویلای نه شي
کابل باختر دثور پنځلسمه
د طالبانو د عدلیې وزارت یو پخوانی جګپوړی چارواکی مولوی ولی جان د ډیلي بیست ورځپاڼې خبریال ته په یوې خپرې شوې مقاله کې ویلي: "زما په باور، که ملاعمر لا تر اوسه هم ژوندی وي، نو پاکستان د هغه په استازیتوب غږ پورته کوي. زما په اند، ملاعمر خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی. د اسلامي لید پر اساس، داسې یو کس چې د ګڼ شمېر مسلمانانو د وژنې سبب ګرځیدلی وي، ځان ته امیرالمومنین ویلای نه شي."
باختراژانس ته په رارسيدلوخبرونوکې ويل شوي دي
په دې مقاله کې د طالبانو په لیکو کې د ګډوډۍ، د قدرت پر سر د مبارزې، د خپل مینځي اختلافونو او د بهرنیو له خوا د ملاعمر په نوم د جعلي اوامرو د خپریدا په اړه ځینې څرګندونې شوي دي.
د پاکستان د لاسوهنې او د ملاعمر د تېروتنو په اړه، د طالبانو د عدلیې وزارت یو بل پخواني جګپوړي چارواکي په دې مقاله کې ویلي: "زما په باور، ملا عمر د پاکستان یا د ځینو طالبانو له خوا برمته شوی دی چې له ده نه ناوړه استفاده کوي."
د عدلیې وزارت دغه پخوانی چارواکی چې د ملاعمر له سرسختو انتقاد کوونکو څخه شمېرل کیږي، په ډیلي بیست ورځپاڼه ته په دې مقاله کې په ټینګار سره زیاتوي چې ملاعمر له خپل هېواد نه ساتنه ونکړه. پرته له اړتیا، په زرګونه طالبان او مسلمانان ووژل شول ترڅو ملاعمر وکولای شي له اسامه بن لادن څخه ساتنه وکړي.
دغه پخوانی چارواکی د ملاعمر د ناپوهې په هکله په دې لیکنه کې وايي : "ملا عمر یو بی سواده مذهبي دیکتاتور ؤ چې اسلامي پوهه یا شعور یې نه درلود او د نورو خبرې یې هم نه اوریدلې. که ملا عمر په سپینه ورځ ویلی چې د باندې تیاره ده ، نو ټولو باید د هغه خبره منلې وای او دلیل یې ورسره ویلای نه وای.