امنیت

د طالبانو یو قوماندان له دوو ملګرو سره يې په فراه کې ووژل شو

کابل/باختر/ د زمري٢مه
په فراه کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان له دوو ملګرووسره يې تېره شپه ووژل شو.
د فراه د امینې قوماندانۍ ویاند محب الله محب باختر آژانس ته وویل چې د وسله والوطالبانو یو قوماندان میرویس له دوو ملګرو سره يې د فراه مرکز ته څېرمه له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شو.
هغه زیاته کړه چې په نښته کې ۴ نوروسله وال طالبان ټپیان شول.
د فراه د امینې قوماندانۍ ویاند وویل چې په پېښه کې ۴ پولیسان شهیدان او دوه نور يې ټپیان شول .
دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې یوې ډلې وسله والو طالبانو د فراه ښار په مربوطاتوکې د سلطان میرآقا پر امنیتي پوستې برید وکړ چې د امنیتي منسوبينو له غبرګون سره مخ شول.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته